برخه -څانګه : afghanistan, security, social -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۱۲ مرداد , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

د نجونو لپاره د خصوصي ښوونځیو د بیا پرانیستلو څخه تکذیب

مدارس دخترانه

د طالبانو د پوهنې وزارت د رسنیو هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې له شپږم ټولګي څخه پورته نجونو ته یې د ځینو خصوصي ښوونځیو اجازه ورکړې ده.


طالبانو د پوهنې وزارت هغه راپورونه رد کړل، چې ګواکې دغه وزارت له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو لپاره د ۴۷ خصوصي ښوونځیو د پرانیستلو اجازه ورکړې ده.

په دې اعلامیه کې راغلي: ځینو کړیو او رسنیو په بې اساسه راپورونو کې ادعا کړې چې د پوهنې وزارت ۴۷ خصوصي ښوونځیو ته چې د پوهنې وزارت معیارونه یې پوره کړي دي اجازه ورکړې چې له شپږم ټولګي پورته تعلیمي فعالیتونه ترسره کړي. د پوهنې وزارت دا ډول خبرونه بې بنسټه او له حقیقته لرې ګڼي.

له دې مخکې «یک» ټلویزیون د طالبانو د پوهنې وزارت د چارواکو له خولې خبر ورکړی و، چې د نجونو د یو شمېر خصوصي ښوونځیو د بیا پرانستلو خبر یې ورکړی، چې د اسلامي شریعت له نظره یې د زده کړو لپاره مناسبه فضا برابره کړې ده له شپږم ټولګي څخه پورته تحصيلي فعاليتونو ته اجازه ورکړل شوې ده.

شریک یي کړئ!