آریانانیوز: د ناټو عمومي منشي اندرس راسموسن وايي، د ناټو غړي کولای شي په افغانستان کې پاتې شوي وای ترڅو په دې هیواد کې د ناورین مخه ونیول شي.
ښاغلي راسموسن په کوپنهاګن کې د ډیموکراسۍ په سرمشریزه کې د وینا پر مهال وویل چې هغه له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په ویجاړونکي وتلو ژور خپګان لري.
هغه ټینګار وکړ چې موږ په [افغانستان] کې د یو کوچني نړیوال ځواک سره پاتې کیدلی، چې د هیواد د ثبات د تامین لپاره کافي وو.
باید وویل شي چې راسموسن له ینس سټولټنبرګ مخکې د ناټو مشر و.