آریانانیوز: د ملي مقاومت جبهې د بهرنیو اړیکو مسوول علي میثم نظري اعلان وکړ چې په راتلونکو میاشتو کې به جګړه او مقاومت شدت ومومي.
د ملي مقاومت جبهې د بهرنیو اړیکو مشر علي میثم نظري یوې خصوصي رسنۍ ته ویلي، چې په راتلونکو میاشتو کې به د افغانستان په څلورو خواوو کې مقاومت پیل شي.
د هغه په وينا، په راتلونکو مياشتو کې به د افغانستان په څلورو خواوو کې مقاومت پيل شي او د هېواد تر ازادۍ پورې به دوام وکړي.
نظري همداراز زیاته کړه: موږ ډاډمن يو چې طالبانو ته به ماتې ورکړو.