برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۱ عقرب , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د مسکو په غونډه کې د ګډ حکومت نابلده دیپلوماسي

آریانانیوز: د امریکا په دستور د مسکو غونډې د مخنیوي او ځنډولو لپاره ډیرې هڅې وشوې ، خو روسانو چې اوس مهال په افغانستان کې د امریکایانو په ښکیلتیا من ، من غوښه اخلي بالآخره وکړای شول چې مسکو کانفرانس په داسې حساس وخت کې دائر کړي چې تربل هروخت زیات امریکایان او په کابل کې د هغوی تحت الحمایه رژیم د طالبانو ترځپونکو پوځي او سیاسي بریدونو لاندې دی.
کابل رژیم د امریکایانو په فرمایش ظاهرا مسکو کانفرانس ته د خپل پلاوي له لیږلو څخه په انکار سره د سولې عالي شورا یو مختلف الاضلاع ټیټ پوړي پلاوی ولیږو.
دا چې د سولې شورا د حکومت له تشکیله بهر او که د هغه یوه برخه ده هغه موضوع ده چې په خپل وخت او ځای کې باید ورباندې تبصره وشي، خو هلته تللی پلاوی یې د طالبانو د فعالو استازیو په نسبت ډیر کمزوری او له ديپلوماتیک تعامل سره نهایت نابلد و.
پر نابلدې سربیره د ګډ حکومت د مختلفو سهامیانو لخوا د هغوي پر استازولي باندې ډول ډول نیوکې نور هم د یاد پلاوي سیاسي اهلیت او دیپلوماتیک حیثیت تر پوښتنې لاندې راوستی.
د ګډ حکومت د اجرائیه ریاست مرستیال حاجي محقق وايي چې په یادې غونډې کې د هیواد سیاسي ګوندونو ته هم بلنه ورکړل شوې وه ، خو د حکومت په دستور هغوی په غونډه کې له ګډون کولو څخه منع کړل شوو.
د سولې شوری یوه غړی مولوی یادګار سیفي د طلوع ټلویزون له محور پروګرام سره په خبرو کې د مسکو غونډې ته تللی پلاوی یواځې د خلیلي شخصي استازي وبلل چې د شوری له نورو غړیو سره د هغوي د انتخاب او لیږلو په اړه هیڅ تفاهم نه دی شوی.
پر هغه سربیره د هیواد سیاسي شنونکي او سیاسي کارپوهان هر یو له رسنیو سره په خپلو څرګندونو کې د سولې شوری د پلاوي پر کمزوري رول نیوکه کوي.
په سیاسي لحاظ د مسکو غونډې په اړه د ګډ حکومت په موقف کې بل تناقض دا ښکاره شو چې له یوې خوا يې د هغې په اړه ویل چې یاده غونډه د کابل او تاشکند پروسې د غوښتنو پرخلاف جوړه شوې چې له امله یې دوي ورته رسمي استازی نه لیږي ، خو له بلې خوا یې په مسکو کې میشت پخوانی سفیر د سولې شوری تر پلاوي وړاندې د غونډې تالار ته ځان رسولی و، هغه سفیر چې د رول او رسمي حیثیت په اړه یې نه د سولي شوری پلاوی او نه هم په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت خبر و چې نوموړی د چا په امر او د چا په استازولي په غونډه کې ګډون کړی و؟.
لهذا د مسکو غونډه د کابل رژیم د دیپلوماتیک فضیحت د ښکاره کولو هغه سیناریو وه چې خپله د دوی په لاس نمایش ته وړاندې شوه .
په یادې غونډې کې د دوی نابلده پلاوي له دې پرته چې خپل ځان او حکومت مسخره کړې بله هیڅ کومه سیاسي او تبلیغاتي لاسته راوړنه ونه درلوده.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي

نوی خبرونه