برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social
د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲۰ مهر , ۱۴۰۲ لنډ لینک :
د نيمروز ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له خوا د "فلسطين، د مسلمانانو لومړۍ کعبه" علمي سيمينار جوړ شو.
د نيمروز ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له خوا د فلسطين، د مسلمانانو لومړۍ کعبه علمي سيمينار د دغه ولايت د ديني عالمانو، ځوانانو او فرهنګيانو په شتون کې جوړ شو.
د دغه ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مفتي حبيب الله الهام په دغه غرمنۍ سيمينار کې د فلسطين پر مسلمانانو د اسرائيلو د وحشیانه بريدونو وغندل او ويې ويل: مسلمانان سره وروڼه دي.
همدا راز یې ځوانان د اسلام د دښمنانو د ناوړه فریبونو د مخنیوي په موخه د یووالي او پیوستون لپاره وهڅول.
د دغه سیمینار په دوام کښې مفتي محمد داوود یوسفي د فلسطین د بې شمیره فتوحاتو او د فلسطیني مسلمانانو د روان ظلم په باره کښې معلومات وړاندې کړل.
همدارنګه په دې سیمینار کې کارپوهانو د فلسطین د ځمکې په اړه د دغه ولایت ځوانانو ته مهم او اړین معلومات وړاندې کړل.