برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۰ مرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د طالب پلاوي تود هرکلی

آریانانیوز: د بهرنیو چارو وزارت وایي، د ازبکستان هېواد له لوري د طالب پلاوي دغسي رسمي هر کلی د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې مخامخ خبرو لپاره د زمینه سازۍ په مانا نه ده.



همدا راز د بهرنیو چارو وزارت پر رسمي ټویټر پاڼه لیکل شوي، د ازبکستان له خوا په رسمي توګه د طالبانو دا رنګه کوربتوب د افغانستان د حکومت او طالب استازو ترمنځ د سولې مخامخ خبرو لپاره د زمینه سازۍ ښکارندويي نه کوي
بهرنیو چارو وزارت زیاتوي، له ټولو هېوادونو په ځانګړې توګه له ګاونډیو هېوادونو څخه یې غوښتنه دا ده چې د سولې په روان بهیر کې د افغان حکومت او خلکو په مالکیت او مشرۍ د سولې خبرو ته درناوی وکړي.
افغان حکومت په داسی حال کې ازبکستان هېواد ته د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو د تللي پلاوي پر تاوده هرکلي نیوکه کوي چې، طالب پلاوي ته ازبکستان هېواد د دې سفر په ترڅ کې وړاندیز کړی چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو کوربتوب به هم ازبکستان وکړي

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي