د روسیې د ولسمشر مرستیال اعلان کړی، چې ډېر ژر به طالبان د دغه هېواد د ممنوعه سازمانونو له لېست څخه ویستل شی.
د روسیې د ولسمشر مرستیال یوري اوشاکوف اعلان کړی، چې طالبان به ډېر ژر په دغه هېواد کې د ممنوعه سازمانونو له لېست څخه وایستل شي. او دا عمل د طالبانو په وړاندې د روسیې په چلند کې د بدلون او د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا د هیلې په توګه ارزول کیږي.
ده څرګنده کړه چې د ممنوعه له نوملړ څخه د طالب چارواکو د نومونو د لرې کولو هڅې روانې دي او دا بدلون به ډېر ژر په حقیقت بدل شي.
دا تحولات په داسې حال کې کېږي، چې قزاقستان او قرغزستان تر دې وړاندې هم د ترهګرو ډلو له نوملړه د طالب چارواکو نومونه لرې کړي، چې په سیمه ییز او نړیوال سیاست کې د نویو بدلونونو ښکارندويي کوي.
له بلې خوا طالبانو د دې پرېکړې هرکلی کړی او دا یې له روسیې سره د اړیکو د ښه کېدو لپاره یو مثبت ګام بللی دی.