برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social
د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۴ مهر , ۱۴۰۳ لنډ لینک :
ځینو افغان رسنیو یوه لیکلې ویډیو خپره کړې چې ښيي د داعش ترهګرې ډلې ۱۴ غړي د پاکستان له بلوچستان ایالت څخه کندهار ته داخل شوي دي.
د کندهار امنیه قومانداني په یوه مکتوب کې د داعش د ۱۴ غړو د ننوتو په اړه د امنیتي قطعاتو، د ولسوالیو امنیه قوماندانانو او د لویو لارو د پوستو ټولو مسوولینو ته خبر ورکړی دی.
د دغه مکتوب له مخې، د داعش ترهګرې ډلې ۱۴ غړي د بلوچستان له “خوزدر” سیمې څخه کندهار ته ننوتلي او نامعلوم ځای ته تللي دي.
ويل کېږي، چې د کندهار د امنيې قوماندانۍ په مکتوب کې د “قاسم باغبان”، “منصور انصاري” او “جلال قريشي” په نومونود داعش درې تنه ترهګر یاد شوي چې د بهرامچې ولسوالۍ د رباط له لارې هلمند او بيا کندهار ته ننوتلي دي.
طالبانو تر دې مخکې اعلان کړی و چې داعش ترهګرې ډلې د پاکستان په شمال او له افغانستان سره په سرحدي سیمو کې پناه اخیستې ده.
دا خبر په داسې حال کې خپریږي چې په دایکندي کې د شیعیانو پر یوې ډلې د داعش ترهګرې ډلې د برید په پایله کې ۱۴ تنه شهیدان شوي دي.