برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۶ مرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د بهرنیانو په قطار برید

آریانانیوز: د کابل ولایت په دسپیچري نومي سیمه کې یې د بهرنیانو په تېرېدونکي موټریز کاروان سرتېری برید کړی او په پایله کې یې ۹ تنه بهرني افسران وژلي خو د کانونو وزارت په کاسټر موټر برید او په ملي بس څلورلارې کې چاودنه په دوی پورې اړه نه لري.



د طالبانو ویاند «ذبیح الله مجاهد» لیکلي « نن سهار شاخوا ۹ بجې د کابل ښار اړوند دسپيچري سیمه کې د بهرنیو اشغالګرو ځواکونو د لوړ رتبه افسرانو په هغه قطار فدايي برید وشو چې له سیمې څخه تیریدل، برید د استشهادي کنډک د یوتن اتل مجاهد محمد کابلي لخوا د موټربم په وسیله ترسره شو چې له امله يې د بهرنیو ځواکونو اړوند ۲ لنډکروزر موټر بشپړ ویجاړ شول او د ابتدايي معلوماتو په اساس په کې ۹ تنه لوړ رتبه خارجي افسران وژل شوي دي.»
مجاهد وړاندې زیاتوي « د یادونې وړه ده، چې له دې برید څخه مخکې د ملي بس په څلور لارې کې چې کومې دوه چاودنې په کاسټر موټر او بیا پرهغه ځای شوې، هغه د اسلامي امارت د مجاهدینو پورې اړه نه لري.»

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي