برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : پنج‌شنبه, 22 دسامبر , 2022 لنډ لینک :

د بشري حقونو د څار اداره: د نجونو د زده کړو ځنډول د ښځو له حقوقو ښکاره سرغړونه ده

مدارس دخترانه

آریانانیوز: د بشري حقونو د څار سازمان د طالبانو له خوا د نجونو د زده کړو ځنډول د شرم وړ بللي او ویلي یې دي چې دا پرېکړه د ښځو او نجونو له حقوقو څخه سرغړونه ده.


د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت اعلان وکړ چې په پوهنتونونو کې د ښځو زده کړې تر بل خبرتیا پورې ځنډول شوې دي.

دغه وزارت په یوه مکتوب کې خصوصي او دولتي پوهنتونونو ته امر کړی چې د نجونو زده کړې وځنډوي.

په دغه لیک کې راغلي چې د ښځو د زده کړو د ځنډولو پرېکړه د طالبانو د کابینې د پرېکړې پر بنسټ شوې ده.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت ویاند حافظ ضیاء الله هاشمي هم د دغه لیک تصدیق کړی دی
د بشري حقونو د څار ډلې په یوه ټوېټ کې ویلي، طالبان هره ورځ څرګندوي چې د افغانانو اساسي حقوقو ته په ځانګړې توګه د ښځو احترام نه کوي.

د نجونو د زده کړو د ځنډولو پرېکړې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

د طالبانو د المپیک کمېټې مشر نظرمحمد موحد ویلي، چې د نجونو د زده کړو د ځنډولو پرېکړه به د ولس او حکومت تر منځ د واټن لامل شي او بالاخره به دا پرېکړه په جګړه ختم شي. نوموړي په خپل ټويټ کې ليکلي، چې ولس جګړه ګټي.

شریک یي کړئ!

دیدگاه ها بسته شده است

نوی خبرونه