آریانانیوز: د پاکستان لومړي وزير عمران خان ويلي، په افغانستان کې د امریکا د ناکامۍ پړه پر پاکستان اچول غیر مناسب کار دی او که پاکستان د امریکا په ملاتړ جګړه کې ګډون نه وای کړی، اوس د نړۍ خطرناکو هېوادونو کې نه شمېرل کېده
عمران خان د روسيې يوه تلويزون سره په ځانګړې مرکه کې ويلي، امريکا په افغانستان کې ناکامه شوې او د دې ناکامۍ پړه پر پاکستان اچول غیر مناسب دي
د پاکستان لومړی وزير وايي، د امريکا په جګړه کې د ګډون له امله دغه وسله والې ډلې د پاکستان خلاف شوي دي، په دغه جګړه کې اويا زره پاکستانيان وژل شوي او له سل ميليارده ډالرو زيات مالي نقصان ور رسېدلی دی
د عمران خان په وينا دی له پيله په دې جګړه کې د پاکستان د ګډون مخالف و او د پاکستان د هغه وخت پوځي واکمن جنرال مشرف يې د امریکا په ملاتړ د افغانانو ضد جګړه کې د ګډون کولو له امله ملامت بللی دی
هغه وايي، د شوروي پر ضد جګړه کې امریکا دا خلک مجاهدين بلل، خو کله، چې د امریکا د ګټې خلاف شول، اوس يې ترهګر بولي
عمران زياته کړه، چې دا ډول فکر کول ډېر ښکاره تضاد دی
عمران خان دا څرګندونې په داسې مهال کړي، چې په افغانستان کې د امریکا له پوځي ناکامۍ وروسته په سياسي ډګر کې هم له ناکامۍ سره مخ شوې او ډېری کارپوهان په دې نظر دي، چې امریکا د طالبانو له لوري په سياسي ډګر کې ماتې خوړلې ده.