آریانانیوز: د افغانستان ولسي جرګې اعلان وکړ چې مفتي عبدالشکور د پاکستان د علماوو جمعیت او پارلمان غړی د پاکستان د پارلمان په عمومي غونډه کې د افغانستان په اړه غیر مسؤلانه څرګندونې وکړې.
د افغانستان د استازو مجلس ویلي دي چې مفتی عبدالشکور د افغانستان د خلکو په وژنه خپله خوښي څرګندوي.
دا بڼسټ د هغه څرګندونې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه وبلله او ویې ویل چې دا ډول څرګندونې د انسانیت او اسلام له ساحې بهر دي.
د افغانستان وکیلان وايي چې د ترهګرۍ ملاتړ ټولو ته زیان رسوي او د پاکستان پر حکومت او پارلمان یې غږ وکړ چې د دا ډول غیر انساني او غیر اسلامي بیانونو مخه ونیسي.