برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۳ فروردین , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

د افغانستان د ناورین لامل امریکا ده

آریانانیوز: د روسیې د امنیت شورا مرستیال په خپله وروستۍ وینا کې ویلي دي چې په افغانستان، عراق او افریقايي هېوادونو کې د امریکا پوځي حضور د ناورین لامل شوی دی.


د روسیې د امنیت شورا مرستیال دیمیتري میدویدیف په یوه پیغام کې ویلي چې په افغانستان، عراق او افریقايي هېوادونو کې د امریکا پوځي حضور د ناورین لامل شو او له اوکراین سره د امریکا او ناټو ملاتړ هم د دې ناورین لامل شوی دی.

میدویدیف زیاته کړه چې که په اوکراین کې د ناټو سوله ساتي ځواکونه ولیدل شي، دوی به یې مشروع هدف وګڼل شي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د هنګري لومړي وزیر ویکتور اوربان ویلي وو: د اروپايي اتحادیې هیوادونه د دې مسئلې په اړه خبرو ته نږدې شوي دي چې مخکې یې له دې څخه ډډه کوله، هغه دا چې اوکراین ته د سوله ساتو ځواکونو استول.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي