برخه -څانګه : afghanistan, sport -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۳ اردیبهشت , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

د افغانستان د فوټسال لوبډلې نړیوال جام ته لاره پیدا کړه

د افغانستان د فوټسال لوبډلې قرغزستان ته په ماتې ورکولو سره د فوټسال نړیوال جام ته لاره پیدا کړه.


د افغانستان د فوټسال ټیم د اسیا د ملتونو جام د پلی آف پړاو په فاینل کې د قرغزستان له ټیم سره مخامخ شو.

افغانستان دغه لوبه ۵-۳ وګټله او د فوټسال نړیوال جام ته یې لار وموندله.

په دې نتیجې سره د افغانستان د فوټسال لوبډله په ازبکستان کې د ۲۰۲۴ کال د فوټسال نړیوال جام له ۲۴ ټيمونو څخه یوه شوه.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي