برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۶ مهر , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

د افغان میرمنو رواني روغتیا ته زیاتیدونکي زیانونه

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې اعلان کړی چې په افغانستان کې د ښځو رواني روغتیا مخ په خرابېدو ده.


د ملګرو ملتونو د ښځو اداره وايي، په افغانستان کې د ښځو رواني روغتیا مخ په خرابېدو ده او د سروې ګانو له مخې په افغانستان کې له هرو لسو مېرمنو څخه اوه یې له رواني او عاطفي ستونزو سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په یوه راپور کې لیکلي، چې د روان میلادي کال په اپریل میاشت کې له هرو لسو ښځو څخه چې سروې شوې، له دې جملې څخه اووه یې بدې یا ډېرې بدې اضطراب، انزوا او خپګان تجربه کړې.

د دغه راپور له مخې، په څو سروې ګانو کې له ۷۳ تر ۹۱ سلنې ښځینه ځواب ویونکو ویلي چې د دوی رواني روغتیا کمه شوې او یا د پام وړ خرابه شوې ده.

شریک یي کړئ!