برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۹ اردیبهشت , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

د اسلامي هېوادونو په غونډه کې د طالبانو ګډون

د طالبانو پلاوي د اسلامي همکاریو د سازمان په پنځلسمه سرمشریزه کې ګډون کړی دی.


د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د طالبانو پلاوي د ګامبیا په پلازمېنه بانجول کې د اسلامي همکاریو د سازمان د مشرانو په پنځلسمه غونډه کې ګډون کړی دی.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د طالبانو پلاوی به په دې ناسته کې د ګډون ترڅنګ د اسلامي همکاریو د سازمان د غړو هېوادونو له لوړ پوړو چارواکو او استازو سره هم پر بېلابېلو مسایلو خبرې وکړي.

تر دې مخکې د امیرخان متقي په ګډون طالب چارواکو د اسلامي همکاریو د سازمان له استازو غوښتي وو چې د افغانستان اوسني واقعیتونه د خپلو هېوادونو چارواکو او نړیوالې ټولنې ته ورسوي.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي