برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social
د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۰ شهریور , ۱۴۰۲ لنډ لینک :
بلغاریايي رسنۍ وايي، دوی صوفیا ته نژدې په یوه لارۍ کې تر ۸۰ ډېر کډوال موندلي دي. نیول شویو کسانو ځانونه افغانان معرفي کړي دي.
د بلجیمي رسنیو په وینا، د لارۍ چلوونکی په تېښته بریالی شوی، خو لټون یې دوام لري.
د بلغاریا د کورنیو چارو وزارت د اګست په لومړیو ورځو کې اعلان وکړ چې پولیسو د جون له لومړۍ نیټې څخه د جولای تر ۳۱ نیټې پورې ترکیې ته د ۴۶۹۴۰ بې اسنادو پناه غوښتونکو د ننوتلو مخه نیولې ده.
دغې سرچینې زیاته کړې، چې د تېر کال په همدې موده کې امنیتي ځواکونو له ترکیې څخه بلغاریا ته د ۲۷۰۸۳ کډوالو د ننوتلو مخه نیولې ده.
د بلغاریا د کورنیو چارو وزارت د اګست په لومړیو ورځو کې اعلان وکړ چې پولیسو د جون له لومړۍ څخه د جولای تر ۳۱ مې نیټې پورې د ۴۶۹۴۰ بې اسنادو پناه غوښتونکو ترکیې ته د ننوتو مخه نیولې ده.
دغې سرچينې زياته کړه، چې د تېر کال په همدې موده کې امنيتي ځواکونو له ترکيې څخه د ٢٧٠٨٣ کډوالو بلغاريا ته د ننوتو مخه نيولې ده.
د “کډوالو د معلوماتو د بنسټ” د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د طالبانو له بیا راڅرګندېدو وروسته د هغو افغانانو شمېر چې بلغاریا ته د اروپايي ټولنې د تګ په نیت ځي، مخ په زیاتېدو دی.
د «کډوالو معلوماتو ډیټابیس» د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د طالبانو د واک له بیا رامنځ ته کېدو وروسته، اروپايي ټولنې ته د تګ په نیت بلغاریا ته د تلونکو افغانانو شمېر مخ په زیاتېدو دی.