برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۱۱ آبان , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

برلین کې د افغانستان د سفارت فعالیتونه وځنډول شول

جرمني به په برلین کې د افغانستان د سفارت فعالیتونه وځنډوي.


جرمني رسنیو راپور ورکړی چې د جرمني حکومت په برلین کې د دغه هېواد له سفارت او په بن کې د دې هېواد په قونسلګرۍ کې له افغان ډیپلوماټانو غوښتي چې خپلې دندې پای ته ورسوي.

په ورته وخت کې د جرمني حکومت ټینګار کړی چې طالبانو ته به هم اجازه ور نه کړي چې دغه هېواد ته استازي ولېږي.

د سرچينې په وينا، د المان حکومت يوازې د دغو ادارو تخنيکي کارکوونکو ته اجازه ورکړې، چې د قونسلي د خدماتو د دوام په موخه په برلين کې د افغانستان په سفارت او په بن کې د افغانستان په قونسلګرۍ کې کار وکړي.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي