آریانانیوز: د پروان ولایت په هوفیان چوک کې نن له غرمې مخکې اورلګېدنې دوکاندارانو ته تاوان اړولی دی.
دوکانداران وايي چې لومړی د تیلو یو دوکان اور اخېستی و او وروسته اور د بازار ګڼو نورو دوکانونو ته ورسېد.
معلومه نهده چې دوکاندارانو ته څومره تاوان رسیدلی دی.
د پروان د اور وژنې مامورینو دا اور مړ کړی دی.
دوکانداران د پروان د اور وژنې اداره تورنوي چې سیمې ته ډېره ناوخته ورسېدل.