برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۵ اردیبهشت , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

افغانستان کې د څښاک د اوبو د کمښت بحران

ملګرو ملتونو اعلان وکړ چې په افغانستان کې یوازې شل سلنه کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاس رسی لري.


د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام د ځمکې د ورځې په مناسبت یوه اعلامیه خپره کړه چې په افغانستان کې ۷۹ سلنه کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.

په دې اعلامیه کې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د څښاک د اوبو د کمښت او بحران په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام د ۲۰۲۳ کال په نومبر کې راپور ورکړ چې افغانستان تېر کال د اقلیم د بدلون له امله د زیانمنونکو هېوادونو په کتار کې شپږم ځای درلود.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) په یوه راپور کې خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې ۱۲ میلیونه وګړي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.

د راپورونو له مخې، افغانستان له ۱۹۵۰ کال راهیسې د تودوخې درجه د سانتي ګراد ۱،۸ درجې بدلون تجربه کړې ده.

تر دې مخکې ملګرو ملتونو اعلان کړی و، چې په افغانستان کې د اوبو او فاضلاب اوبو د بحران د حل لپاره تر ۴۷۹ میلیونو زیاتو ډالرو ته اړتیا ده.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي