برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۸ مرداد , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

افغانستان کې د اروپايي هېوادونو د سفارتونو پرانستل

ځینو خبري سرچینو خبر ورکړی چې یو شمیر اروپايي هیوادونه په افغانستان کې د خپلو سفارتونو پر بیا پرانیستلو غور کوي.


بلومبرګ خبري اژانس د ډیپلوماتیکو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د ایټالیا په ګډون یو شمېر اروپايي هېوادونه په افغانستان کې د خپل سفارت پر پرانیستلو غور کوي.

دغه خبری آژانس اعلان کړی دی: باخبرو سرچینو خبر ورکړی چې یو شمیر اروپایی هیوادونه په پام کښې لری چې د طالبانو له واکمنۍ درې کاله وروسته په افغانستان کښې خپل سفارتونه پرانیزی. دا د طالبانو د حکومت د ډیپلوماټیکې رسمیت پېژندنې په لور یو ګام دی.

د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر انتونیو تاجاني په واشنګټن کې د ناټو د غونډې په څنډه کې په یوه بیان کې تایید کړه چې د دغه هېواد سفیر چې دا مهال په قطر کې دی، په دې وروستیو کې د افغانستان پلازمېنې ته تللی دی.

په افغانستان کې د جمهوري نظام له ړنګېدو او د طالبانو د واکمنۍ له راتګ سره د اروپا او د نړۍ د ډېرو هېوادونو سفارتونو په کابل کې خپلې چارې پای ته ورسولې او د دغو هېوادونو ډيپلوماتان له افغانستانه ووتل.

 

شریک یي کړئ!