برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۲ آذر , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

افغانستان په نړۍ کې د میندو د مړینې تر ټولو لوړه کچه لري

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق افغانستان د ښځو لپاره د زیږون لپاره په نړۍ کې یو تر ټولو ستونزمن ځای بللی دی.


د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق په یوه بیان کې ویلي، چې په افغانستان کې په هرو دوو ساعتونو کې یوه مور د امیندوارۍ او ماشوم زیږون پورې اړوند د مخنیوي وړ لاملونو له امله مري.

سازمان ټینګار کړی چې د هیواد کمزوری روغتیایی زیربناوې او د میندو او زیږون روغتیایی خدماتو ته محدود لاسرسی په ځانګړي توګه په کلیوالو سیمو کې د میندو او ماشومانو لپاره جدي خطرونه رامینځته کوي.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق افغانستان د نړۍ یو له هغو سیمو څخه بللی چې د ښځو لپاره د زیږون په برخه کې تر ټولو ستونزمن هیواد دی.

په دې اعلامیه کې راغلي: افغانستان لا هم د نړۍ په کچه د ښځو لپاره د زیږون لپاره تر ټولو ستونزمنه سیمه ده. په هرو دوو ساعتونو کې یوه مور د امیندوارۍ او زیږون پورې اړوند د مخنیوي وړ اختلاطاتو له امله مري.

د ملګرو ملتونو د نفوسو د صندوق د اسیا پاسیفیک څانګې مشر زیاته کړه چې افغان ښځې او نجونې د اوږدې جګړې، محدودیتونو او د کار له لاسه ورکولو له امله له رواني ستونزو سره لاس او ګریوان دي او دغه اداره هڅه کوي چې په افغانستان کې بشري خدمتونه وړاندې کړي، چیرې چې ۶۳٪ نفوس یې له ۲۵ کلونو څخه کم عمر لري.

پیو سمېت زیاته کړه: د ځوانانو د پروګرام له لارې مو له ۶۶۰ زرو ډېرو ځوانو افغانانو سره چې ۸۰ سلنه یې ښځې دي، مرسته کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د اسیا پاسیفیک څانګې لپاره د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق سیمه ییز مسوول په دې وروستیو کې په کابل کې د روغتیا وزارت له سرپرست سره وکتل او په ټول افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو د بنسټونو د پراختیا، په محرومو سیمو کې د نویو روغتیايي مرکزونو د جوړولو، د ګرځنده روغتیايي خدمتونو د کیفیت د ښه والي، د میندو او ماشومانو لپاره د خدمتونو د وړاندې کولو په اړه خبرې وکړې.

شریک یي کړئ!