آریانانیوز: د پوځي چارو کارپوه جنرال عتیق الله امرخېل وايي افغان پوځيان په لوی لاس ملکي وګړي او ملکي تاسیسات په نښه کوي.
هغه له شمشاد تلویزون سره په خبرو کې وویل، د ملکي وګړو په نښه کول، خطا نه ګڼل کېږي په وینا يې خطا یو ځل، دوه ځله او درې ځله کېږي، خو پرلپسې دا غلطي تکرارول ښيي چې قصداً دا عمل ترسره کېږي.
امرخېل د خپلو خبرو د ثبوت په ډول وویل، تر اوسه چې ملکي تلفات اوښتي هیچا له هغه پېلوټه پوښتنه نه ده کړې، چې بمبار يې کړی او نه يې هم کوم یو د رسنیو مخکې درولی دی.
دغه پوځي کارپوه ووویل:«امریکا خو بابا ده، له هغه خو پوښتنه نه شي کېدلی» خو له افغان پوځیانو باید وپوښتل شي، چې دا ولې کېږي.
عتیق الله امرخېل وویل په ګڼو ملکي تلفاتو کې د بهرنیانو بمباري هم افغان پوځیانو پر غاړه اخیستې ده.
په وینا يې امریکا نه غواړي ځان افغان ولس ته ملامت کړي، خو د حکومت او ولس تر منځ فاصله لا پراخېږي.
«خلک مړي په اوږو را بار کړي، د ولایت مخې ته يې کېږدي، چې کومه دي طالب، دا اوس څوک دي؟ غږ يې څوک نه اوري، ځکه خلک له حکومته متنفره دي.»
دې پوځي شنونکي دا لوی جرم یاد کړ، چې عام وګړي په قصدي ډول ووژل شي، په وینا يې په نظامي قوانینو کې دا لوی جرم دی چې سترګې پرې نه شي پټېدلی.
هغه په یوه بله تلویزوني مرکه کې دا هم وویل، چې امریکا دلته له هره اړخه ناکامه ده.
په وینا يې د امریکا په موجودیت کې د خوشبختۍ یو څرک هم نشته.
دا په داسې حال کې دی چې پرون هم افغان پوځیانو د پکتیا په ګرده څېړۍ کې ۱۰ تنه عام کسان ووژل او ۲۱ نور يې ټپیان کړل.
تازه یوناما هم د جګړې ښکېل اړخونه تورن کړي، چې قصداً ملکي تاسیسات په نښه کوي.