آریانانیوز: د میدان وردګو ولایت د ولایتي شورا مسؤلین خبر ورکوي چې د دغه ولایت د دایمیرداد ولسوالۍ تېره شپه تر درنې جګړې وروسته د طالبانو لاسته لوېدلې.
د ولايتي شورا غړي شریفالله هوتک نن دوشنبه وویل چې پر ولسوالۍ تېره شپه یو ځل بیا وسلهوالو طالبانو ډلهییز بریدونه کړي او یاده ولسوالۍ یې نیولې چې له ولسوالۍ څخه یو شمېر افغان پوځيان وتلي او یو شمېر یې وژل شوي دي.
نوموړی وايي، دغه ولسوالۍ د امنیتي ځواکونو د نهپاملرنې له کبله د وسلهوالو طالبانو لاسته لوېدلې ده.
هوتک زیاتوي چې ولسوالۍ کې د مخابراتي شبکې ستنه لهمنځه تللې او اړیکې نهنیول کېږي.
په ورته وخت کې بیا د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ مسئولین وايي، هلته له تېرې شپې راهېسې هېڅ جګړه نهده شوې او ولسوالۍ د افغان ځواکونو په لاس کې ده.
د دغه ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال محمد ویس صمیمي دا نهمني چې یاده ولسوالۍ دې سقوط کړی وي او دا يې يوازې د دښمن تبلیغات یاد کړل.
د وسلهوالو طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد هم په یوه استولي برښنا لیک کې ویلي چې یاده ولسوالۍ یې نیولې او تر ۷۰ کسانو پورې یې افغان سرتېري وژلي او یو شمېر نور یې ټپيان کړي دي.
دا پهداسې حال کې ده چې وړمه شپه شااوخوا ۱۱ بجې وسلهوالو طالبانو د یادې ولسوالۍ پر مرکز ډلهییز بریدونه وکړل چې په لومړۍ ورځیې د دغې ولسوالۍ د امنیه قوماندان په ګډون ۱۰ افغان سرتېري ووژل او یو شمېر نور یې ټپيان کړل.