برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۹ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د میدان وردګو دایمیرداد ولسوالۍ سقوط کړی

آریانانیوز: د میدان وردګو ولایت د ولایتي شورا مسؤلین خبر ورکوي چې د دغه ولایت د دایمیرداد ولسوالۍ تېره شپه تر درنې جګړې وروسته د طالبانو لاسته لوېدلې.


د ولايتي شورا غړي شریف‌الله هوتک نن دوشنبه وویل چې پر ولسوالۍ تېره شپه یو ځل بیا وسله‎والو طالبانو ډله‎ییز بریدونه کړي او یاده ولسوالۍ یې نیولې چې له ولسوالۍ څخه یو شمېر افغان پوځيان وتلي او یو شمېر یې وژل شوي دي.

نوموړی وايي، دغه ولسوالۍ د امنیتي ځواکونو د نه‌پاملرنې له کبله د وسله‎والو طالبانو لاسته لوېدلې ده.

هوتک زیاتوي چې ولسوالۍ کې د مخابراتي شبکې ستنه له‎منځه تللې او اړیکې نه‌نیول کېږي.

په ورته وخت کې بیا د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ مسئولین وايي، هلته له تېرې شپې راهېسې هېڅ جګړه نه‎ده شوې او ولسوالۍ د افغان ځواکونو په لاس کې ده.

د دغه ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال محمد ویس صمیمي دا نه‌مني چې یاده ولسوالۍ دې سقوط کړی وي او دا يې يوازې د دښمن تبلیغات یاد کړل.

د وسله‎والو طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد هم په یوه استولي برښنا لیک کې ویلي چې یاده ولسوالۍ یې نیولې او تر ۷۰ کسانو پورې یې افغان سرتېري وژلي او یو شمېر نور یې ټپيان کړي دي.

دا په‎داسې حال کې ده چې وړمه شپه شااوخوا ۱۱ بجې وسله‎والو طالبانو د یادې ولسوالۍ پر مرکز ډله‎ییز بریدونه وکړل چې په لومړۍ ورځ‌یې د دغې ولسوالۍ د امنیه قوماندان په ګډون ۱۰ افغان سرتېري ووژل او یو شمېر نور یې ټپيان کړل.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي