برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۶ مرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د ترمپ وروستۍ څرګندونې

آریانانیوز: د امریکا د ولسشمر دونالد ترامپ وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې د مشرانو جرګې غړي وایي، چې دغه څرګندونې غیرمسوولانه او افغانستان ته سپکاوی دی.



له هغه وروسته، چې د امریکا ولسمشر دونلد ترمپ په واشنګتن کې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ته څرګنده کړه، چې که دی وغواړي؛ نو د افغانستان جګړه په یوه اوونۍ کې پای ته رسولی شي او د دې کار لپاره دی په لس ورځو کې افغانستان د نړۍ له نقشې ورکولی هم شي؛ خو نه غواړي، چې داسې وکړي، ځکه په میلیونونه انسانان نه غواړې ووژني.
د مشرانو جرګې غړی عبدالوهاب عرفان دا څرګندونې د خندا وړ خبره بللې او وایي؛ امریکا هڅه کوي، چې په افغانستان کې خپل ناکام ماموریت پټ وساتي.
د مشرانو جرګي رییس پوښتي؛ امریکا څرنګه کولی شي، چې په یوه اوونۍ کې د افغانستان جګړه ختمه کړي؟ په داسې حال کې، چې ندی توانیدلی په تېرو اتلس کلونو کې دغه جکړه ان راکمه کړي.
د مشرانو جرګي رییس فضل هادي مسلم یار وایي، چې دردونکې او خواشینوونکې ده؛ ځکه امریکا د افغانستان د یو متحد هېواد په توګه د افغانانو لپاره له درد او رنځ پرته بل څه ډالۍ کړي ندي.
د مشرانو جرګي غړي وایي، د ښاغلي ترمپ د وروستیو څرګندونو په تړاو به د امریکا کانګریس او مشرانو جرګې ته رسمي شکایت وړاندې کړو، چې د ترامپ د غیرمسوولانه خبرو په اړه خلکو ته وضاحت ورکړې. دې هېواد له افغانستان سره خپل امنیتي تړون هیر کړی؛ خو د افغانستان په اړه سترې دسیسې د پلي کیدو په حال کې دي.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي