برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۸ مهر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

که د رایې ورکونې بهیر ستونزې حل نشي

آریانانیوز: وروسته له هغه چې په ټاکنیزو مرکزونو کې د درغلیو، د رایه ورکوونکو د نومونو د نشتون او ورته نورو ستونزو راپورونه ورکړل شول، د ولسمشریزو ټاکنو یو تن نوماند «لطیف پدرام» وايي، که د ټاکنیز بهیر ستونزې حل نه شي، پایلې یې د منلو وړ نه دي
پدرام نن په یوه ټاکنیز مرکز کې د خپلې رایې تر کارولو وروسته وویل « په ټاکنیزو مرکزونو کې د مدیریت په برخه کې لسګونه ستونزې موجودې دي، چې که حل نه شي، ټاکنیزه پروسه زیمنه او تر سوال لاندې راوستلای شي»
نوموړي زیاته کړه « په ډېرو مرکزونو کې د رایه ورکوونکو نومونه شتون نه لري او په ځينو محلونو کې بیا بایومټریک الات یا کار نه کوي او یا هم ورسره اشنايي نه لري، که ستونزه همداسې پاتې شي، د ټاکنو پایله اغېزمنولای شي، چې بیا به موږ ته د منلو وړ نه وي»
د پدرام په قول په ټاکنیزو مرکزونو کې یادو ستونزو په دې پروسه کې د خلګو ګډون هم پیکه کړی
د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې چې نن سهار د کابل په وخت ۷ بجې رسما پیل شوې، د تېر په پرتله د خلګو ګډون پکې د نشت په حساب دی، په ګڼو ولایتونو کې د طالبانو له وېرې ټاکنیز مرکزونه تړل شوي او یا هم د ټاکنیزو مرکزونو دننه ستونزو خلګ له رایې کارولو راګرځولي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي