برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۹ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

که بهرنیان «وفادار» وي؛ د هېواد وضعیت به ښه وي؟

آریانانیوز: اجراییه ریس عبدالله عبدالله له فکس‌نیوز سره په خبرو کې ویلي، که بهرنیان خپلو ژمنو ته «وفادار» پاتې شي، د هېواد وضعیت به ښه وي.



که څه هم په هېواد کې د ولس تر څنګ ګڼ چارواکي او سیاستوال هم بهرنیان د جګړې اصلي علت بولي، خو عبدالله عبدالله يې پاتې کېدل د وضعیت ښه کېدلو دلیل بولي.
هغه نه دي ويلي، چې په پوره اوولس کلونو کې د بهرنیانو په موجودیت کې ولې د هېواد وضعیت ښه نه شو او که بهرنیانو اوولس کاله ژمنې ماتې کړې، له دې وروسته ورته څه هيله کېدلی شي.
اجراییه رییس امریکا ته وریاده کړې چې که پر کړیو ژمنو عمل ونه کړي، نو په وینا يې افغانستان کې به «ترهګر» پیاوړي شي.
هغه د افغانستان لپاره د ټرمپ ستراتېژي هم «بریالۍ» بللې، په داسې حال کې چې پخپله ټرمپ يې د بیا کتو وړ بولي او مني چې د جګړې له توندۍ سره سره يې د پام وړ پایله نه ده ورکړې.
د دې ستراتېژۍ له مخې د جګړې ډېر تمرکز پر هوايي بریدونو دی، چې حتی یوناما يې هم ۵۲سلنه لوړه ملکي مرګ‌ژوبله تایید کړه.
عبدالله عبدالله د محمد اشرف غني پر ځای د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ غونډه کې د ګډون لپاره امریکا ته د سفر پر وخت له فکس نیوز سره پورته څرګندونې کړې دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي