برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۳۱ شهریور , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

په ډیورنډ د سرحد لیکل افغانستان سره خیانت

اریانانیوز: پخواني ولسمشر حامد کرزی وايي چې په ډیورنډ کرښه د سرحد لیکل افغانستان سره خیانت دی چې افغانانو د ګندمک د معاهدې څخه وروسته منلی نه دی
کرزي وویل چې په ۲۰۱۴ کې د امریکا بهرنیو چارو وزیر د افغانستان سرنوشت وټاکلو او خلکو په دې هیله چې وضعیت به ښه شي غبرګون ونه ښود، خو حالات ورځ تر بلې خراب شول
موږ ولیدل چې څه وشول په مملکت مو څه وشول په خلکو څه وشول، په اتحاد و اتقاق مو څه وشول په حکومت او حکومتدارۍ مو څه وشول او په اقتصاد مو څه وشولکرزي وویل چې د ۲۰۱۴ ټاکنو وروسته پاکستان د دې جرأت پیدا کړ چې د ډیورنډ پر کرښه اغزن تار تېر کړي او پرون حکومت ډیورنډ په تورخم کې د پاکستان د لومړي وزیر سره یوځای د سرحد په نوم یاد کړ
کرزي د حکومت له خوا د ډیورنډ پر کرښه د تورخم لارې ۲۴ ساعته خلاصولو پرانیستې غونډې په غبرګون کې د افغان چارواکو ګډون د تأسف وړ وګڼلو
کرزي زیاته کړه کله چې د سولې خاوندان شو بیا به څوک د دې جرأت نه پیدا کوي چې په ډیورنډ اغزن تار تېر کړي یا څوک پرې درانده انسان وژونکي بمونه وغورځوي
هغه د روانو ټاکنو په اړه وویل چې انتخابات یواځې په ازاد او سولییز افغانستان کې ممکن دي او افغانان یواځې هماغه وخت خپل سرنوشت ټاکلی شي
کرزي همدا راز وویل چې سوله هلته راتلی شي چې د امریکا له افغانستان سره صادقانه همکاری وکړي او سولې ته ژمن شي یا به د افغانستان ملت قیام کوي او امریکا به وباسي او سوله به راولي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي