برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۸ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون په ټاکنو کې دستونزې اندېښنې

آریانانیوز: د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د مديریت له ضعیفوالي، تخنیکي ستونزو، امنیتي ګواښونو زیاتېدل او په ځينو ولایتونو کې د چارواکو مداخله د اندېښنې وړ بللي او له اړوند مسوولینو یې غوښتنه کړې چې د یادو ستونزو د حل لپاره اقدام وکړي.


د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ویاند علي رضا روحاني نن په کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال د ټاکنو کمېسیون پر کمزوري مديریت نیوکه وکړه او ویې ویل، په ٢، ٦، ٨، ١٠، ۱۳ او ۱۸ سیمو کې تر اوسه د رایې ورکونې مرکزونو چارې نه دي پیل شوې.
نوموړي د ۱۳ او ۱۸مو ناحیو ستونزو ته په اشاره وویل، په دې دوو سیمو کې سربېره پر دې چې بایومټریک ماشینونه غیر فعال دي، پوره د «بایو مټریک فیتې» او ټاکنیز توکي نشته.
نوموړی وايي، تر اوسه په ۱۴مه ناحیه کې له ټولو پنځو محلونو څخه دوه یې غیر فعال دي.
هغه روښانه کړه چې له کونړ، پنجشېر او د هېواد له نورو سیمو هم دا ډول راپورونه ورکړل شوي او د ټاکنیو کمېسیون باید ژر تر ژره دې ستونزو ته د حل لاره پیدا کړي او یا د ورځې په پای کې د رایې ورکونې بهیر وغځوي چې د عدالت اصل مراعات شي.
د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون غړي غلام دستګیر هدایت هم د رایې ورکونې په ځينو مرکزونو کې د رایې ورکوونکو د لېست په نه شتون نیوکه کوي او زیاتوي: ((خپله د رایې ورکونې یوه مرکز ته تللی وم، هلته د رايې ورکوونکو لېست نه وو او دغه ستونزه باید حل شي.))
هغه په یو شمېر ولایتونو کې د امنیتي ستونزو د شتون خبر ورکړ او زیاته یې کړه، له همدې امله یې د رایې ورکوونکو ګډون ستونزمن او کم رنګ کړی دی.
نوموړي د هېواد له امنیتي ځواکونو وغوښتل چې ګواښوونه کابو کړي، څو هېوادوال د رایې ورکونې په بهیر کې پراخ ګډون وکړي.
هدایت په یو شمېر ولایتونو کې د ټاکنو په بهیر کې د امنیتي کسانو له لاسوهنې په اندېښنه له امنیتي چارواکو وغوښتل چې په ټاکنو کې د دوی د لاسوهنې مخه ونیسي او د لاسوهنې پر ځای دې امنیت ساتنې ته توجه وکړي.
هغه د یاد کمېسیون له خوا د ۴۲ نوماندانو لرې کولو ته په اشاره وویل، په ټولنیزو شبکو کې یو شمېر جعلي لېستونه لاس په لاس کېږي چې ټول ناسم دي او ټول رایې ورکوونکي دې په ټاکنو کې د پراخ ګډون له لارې د خپلې خوښې نوماند ته رایه ورکړي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون په داسې حال کې د ټاکنو په بهیر کې له نه رسېدنې اندېښنه څرګنده کړې چې دغه بهیر نن سهار ۷ بجې په کابل کې د ولسمشر له خوا له رایې ورکولو وروسته پیل شو.
دغه بهیر له غزني او کندهار پرته د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې د سهار په اوو بجو پیل او د مازدیګر تر څلور بجو دوام لري.
د ولسي جرګې په ټاکنو کې د ګډون لپاره له ۸ مېلیون ډېرو کسانو نوم لیکنه کړې او له ۲۵۰۰ ډېرو کسانو د ولسی جرګې د ۲۵۰ څوکیو لپاره ځانونه نوماند کړي دي.
په ورته وخت کې د ټاکنو کمېسیون ویاند عبدالعزیز ابراهیمي تخنیکي ستونزې او کمزری مدېریت مني خو وايي چې ضایع شوی وخت به د ورځې په پای کې جبران شي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي