برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۶ اسفند , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د افغانستان ولسمشر ځانګړی استازی محمد عمر داودزی ایران ته سقر

آریانانیوز: د یوخبر له مخې ښاغلی داودزی نن شنبې د کب ۲۵ مه په دوه ورځني سفر ایران ته تللی دی.


د سولې عالي شورا وايي ښاغلي دوادزی به د دغه سفر په ترڅ کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر او له یو شمېر نور ایراني چارواکو سره د افغانستان د سولې پروسې د ایران پر ملاتړ خبرې اترې وکړي.
د یادې شورا د چارواکو په وینا سوله ملي، سیمه ییز او نړیوال ابعاد لري او ښاغلی داوودزی د سولې د سیمه ییزې اجماع په چارو کې د ولسمشر د ځانګړي استازي په توګه مسؤلیت لري چې دغه اجماع نوره هم پياوړې کړي.
باید و ویل شي، چې ښاغلي داودزي تر دې وړاندې هم د سولې په تړاو د ملي اجماع رامنځ ته کولو په موخه له چینايي او پاکستاني چارواکو سره په بېجنګ او اسلام آباد کې خبرې کړې وې.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي