برخه -څانګه : politics, security -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۰ اردیبهشت , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

ازبکستان د افغانستان له هوايي حریم څخه د سرغړونې خبره رد کړه

آریانانیوز: د ازبکستان دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دوی هوايي ځواکونو د کوم ګاونډي هېواد له فضايي حریم څخه سرغړونه نه ده کړې.


د ازبکستان دفاع وزارت د ازبک الوتکو له خوا د افغانستان له فضايي حریم څخه د سرغړونې خبره رد کړه.

د ازبکستان د دفاع وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د دې هیواد هوايي ځواکونو د کوم ګاونډي هېواد له فضايي حریم څخه سرغړونه نه ده کړې.

تر دې مخکې په ټولنیزو رسنیو او شبکو کې د ازبکستان د یوې پوځي الوتکې له خوا د افغانستان له فضايي حریم څخه د سرغړونې ادعاوې شوې وې.

 

 

 

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي