برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۳۰ اردیبهشت , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

CPAG – د ملکی وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ګروپ

آریانانیوز: د دغه ګروپ معلومات ښيي چې تیره شپه (د ثور ۲۹) په هلمند کې د دوو جلا جلا پېښو په ترڅ کې ۱۳ ملکی کسان شهیدان شوي او ۱۴ نور ټپيان شوي دي.


د CPAG د معلوماتو له مخې چي د قربانیانو له کورنیو سره يې خبري کړې ویلی چي د ګرېشک ولسوالۍ په سیدانو کلي کې د حکومت او طالبانو تر منځ نښته شوې چې وروسته هوايي ځواک پر دریو کورنو بمبارد کړی ۵ کسان پکې وژل شوي او ۱۰ ټپیان دي.
او دويمه پېښه ماخستن مهال د غنمو پر تریشل کوونکو شوې ده چې ۸ کسان پکې وژل شوي او ۴ ټپیان دي.
همدارنګه تيره شپه د میدان وردګو په نرخ ولسوالۍ کې هم د عملیاتو په ترڅ کې د یوه بزګر په ګډون درې ملکی کسان شهیدان شوي دي، بل پلو تيره ورځ د هرات ولایت په غوریان ولسوالۍ کې ماین چاودنې دوه انجینران هم شهیدان کړي دي.
د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ګروپ د معلوماتو پر اساس د روژې مبارکې میاشتې له پیله د حکومت او وسله والو طالبانو له لوري ملکي تلفاتو شمير ډېر شوی او هره ورځ ګڼه ملکي مرګ ژوبله ثبتیږي.
که څه هم د روژې مبارکې له پیل سره ولسمشر اشرف غنی وسله والو طالبانو ته وویل چې حکومت چمتو دی په روژه کې اوربند وکړي؛ خو د وسله والو طالبانو ځواب منفي و او پر جګړې يې ټینګار کړی چې دا دی د دواړو ښکیلو غاړو له لوري په پراخه توګه ملکي تلفات اوړي.
د یاد ګروپ استازي د ملکي تلفاتو پر زیاتوالي ژوره اندېښنه ښيي او یو ځل بیا د وسله والو طالبانو پر مشرانو او افغان حکومت غږ کوي چې د روژې مباراکې میاشتې په پاتې ورځو کې د دردېلي او غمځپلي ولس په خاطر اوربند وکړي.
همدا ډول دغه ګروپ د کورنیو او بهرنیو رسنیو څخه غوښتنه کوي چې په روانه جګړه کې د ملکي خلکو اړخ ونیسي او د هغوي له نظره لویدلی غږ را پورته او له دولتونو او ولس سره يې شریک کړئ.

شریک یي کړئ!