برخه -څانګه : accidents, security -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۶ خرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

بهرنیو او داخلي عسکرو اته لس ملکي وګړي وژلي

آریانانیوز: د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې بهرنیو او داخلي عسکرو د عامو خلګو په کورونو چاپه وروړې او د ښځو او ماشومانو په ګډون یې تر شلو پورې عام وګړي وژلي.



دغه پېښه د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې تېره ورځ رامنځته شوې، له سیمې څخه راپورونه وايي، چې لومړی الوتکو دوه کورونه بمبار کړي چې په بشپړ ډول له خاورو سره برابر شوي او تر هغه وروسته بهرنیو ځواکونو د داخلي سرتېرو په ملتیا له کورونو خلګ را ایستلي او په ډزو یې ویشتلي.
په وژل شویو کسانو کې ۴ ښځې، ۷ ماشومان او ۷ نارینه شامل دي چې په ډېر وحشت سره وژل شوي
یاده دې وي چې په دې وروستیو کې د ګډو ځواکونو په حملو او بمباریو کې د ملکي وګړو تلفات د خپل وخت تر ټولو لوړي کچې ته رسېدلي، او هره ورځ لسګونه ملکي وګړي ددې ډول بې رحمه حملو ښکار ګرځي.
له بل لوري، ګډ ځواکونه داسې مهال د عامو خلګو کورونه له هوا بمباروي او خلګ یې په ډزو وژني، چې د هیواد حالات یوه حساس پړاو ته رسېدلي او ټول لوري ادعا کوي چې سولې ته د رسېدلو فرصتونه زیات شوي او باید له لاسه ورنکړل شي.
د هیواد په کونج، کونج کې د ګډو ځواکونو دې ډول بریدونو سولې ته د بهرنیانو او ګډ حکومت په اراده شکونه نور هم زیات کړي.
طالبانو په بیا، بیا دا ډول بریدونه غندلي او له رسنیو یې غوښتي څو دې ډول ملکي تلفاتو ته د پوښښ په ورکولو ځان له مسئولیته خلاص کړي.

شریک یي کړئ!