برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۴ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

۶۰ سلنه نوماندان له مسؤلیتونو ناخبره؛ ۴۰ سلنه نور د شخصي ګټو غم نیولي

آریانانیوز: د ځوانانو د مدني ټولنې د همغږۍ مرکز وايي راتلونکو ټاکنو ته ۶۰سلنه نوماندان اصلاً پخپلو مسؤلیتونو نه دي خبر او ۴۰سلنه نور د خپلو شخصي ګټو لپاره نوماندان شوي دي.



په دې سروې کې چې له ۲۰۳ تنو نومانانو پوښتنې شوې، ویل شوي ۲۳سلنه اصلاً سیاسي پوهه نه لري.

راتلونکې ټاکنې چې شنبه ترسره کېږي، د ولسي جرګې ۲۴۹ چوکیو ته په ټول هېواد کې ۲۵۰۰ تنو ځانونه نوماند کړي.
تر دې وړاندې یوې بلې سروې ښوودلې وه، چې یوازې پلازمېنه کابل کې ۶۰ سلنه خلک پر ټاکنیزه پروسه باور نه لري او ۴۰ سلنه نور اندېښمن دي.
د تېرو ولسمشریزو ټاکنو ګډوډي، نا امني او پر اوسنۍ ولسي جرګه بې باوري هغه څه دي چې خلک يې پر راتلونکو ټاکنو هم بې باوره کړي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي