برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۴ مرداد , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

۲۴ سلنه افغان ماشومان په اضطراب اخته دي

یونیسف په یوه راپور کې ویلي، چې تر ۲۴ سلنه زیات افغان ماشومان له اضطراب څخه رنځ وړی.


د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې تر ۲۴ سلنه ډېر ماشومان چې عمرونه یې د ۵ او ۱۷ کلونو ترمنځ دي، په اضطراب اخته دي.

یونیسف وویل، دا کچه د نړۍ له اوسط څخه لس چنده لوړه ده.

باید وویل شي، چې یونیسف او نورو نړیوالو سازمانونو د افغانستان په خلکو کې د بې وزلۍ او کړاوونو پر شتون اندېښنه ښودلې ده.

 

شریک یي کړئ!