برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۰ آذر , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

یونیسف په کابل کې د ځمکې لاندې اوبو د وچیدو په اړه خبرداری ورکړی

یونیسف اعلان کړی چې تر ۲۰۳۰ کال پورې به د کابل تر ځمکې لاندې اوبه بېخې وچې شي.


د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) اعلان کړی چې د چټک ښاري کیدو او د اقلیم د بدلون له امله ښایي تر ۲۰۳۰ کال پورې د کابل د ځمکې لاندې اوبه ختمې شي.

یونیسف په ایکس باندې په یوه پوسټ کې ویلي چې که اوس اقدام وکړو نو موږ کولی شو د دې بهېر مخه ونیسو.

یونیسف دغه راز زیاته کړې، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا او د یوناما مشرې په افغانستان کې د دې ادارې له مشر تاج الدین اویواله سره یو ځای په کابل کې د اوبو له کمښت ځپلو سیمو څخه لیدنه وکړه.

دغه بنسټ زیاته کړه، چې د دوی د سفر موخه په یادو سیمو کې د اوبو د کمښت ستونزې ته د حل لارې موندل وو.

په دې وروستیو کلونو کې د بېلابېلو سیمو اوسېدونکي د اوبو له سخت کمښت سره مخ شوي او ډېر ځله په خواله رسنیو کې د اوبو د ترلاسه کولو لپاره په لیکه کې د ولاړو کسانو عکسونه خپاره شوی دي.

په وروستیو څو کلونو کې دوامداره وچکالي او د ژورو څاګانو بې شمېره کیندل په کابل کې د ځمکې لاندې اوبو د کمښت له عواملو څخه ګڼل کیږي.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي