برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۸ مهر , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

یوناما: افغانستان کې ترهګري د اندېښنې وړ ده

د یوناما مشره ویلي، نړیواله ټولنه له افغانستانه د تروریستي ګواښونو په اړه اندېښمنه ده.


د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا وايي، نړیواله ټولنه له افغانستانه د ترهګرۍ د ګواښونو په اړه جدي اندېښنې لري.

اوتونبایوا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د افغانستان د وضعیت په اړه د خبرو پر مهال وویل چې د طالبانو له انکار سره سره د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څار ډلې نوی راپور په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون په اړه اندېښنه ښيي.

هغه زیاته کړه چې په ځانګړې توګه د هغو ترهګرو ډلو د شتون په اړه چې د افغانستان ګاونډیان ګواښي، اندیښنه وجود لري.

شریک یي کړئ!