برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۵ تیر , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

یوسف غضنفر دکورونا له امله ومړ

آریانانیوز: د راپور له مخی د اقتصادي او سوداګري ودې او د بېوزلۍ د کمولو په چارو کې د افغانستان د ولسمشر محمداشرف غني ځانګړی استازی محمدیوسف غضفر په کورونا وایرس ومړ.د ارګ سرچینو د ښاغلي غضنفرمړینه تایید کړه.

ولسمشر غني د محمدیوسف غضنفر په مړینه ژوره خوشیني څرګنده کړې ده.نوموړی د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د اشرف غني د ټیم کلک ملاتړی.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې د ولسمشر غني له لوري ویل شوي « ارواښاد محمد یوسف غضنفر حلیم، خیرخواه، ولسي او ملي شخصیت و چې په متحد افغانستان یې باور درلود او تل یې د خپلو خلکو د خیر او کامیابۍ لپاره هڅې کولې. د هغه مړینه د هیواد اونظام لپاره یوه لویه ضایعه ده.

یوسف غنضنفر په ۱۳۴۴ لمریز کال په بلخ ولایت کې زېږېدلی او د ولسي جرګې په پنځلسمه دوره کې یې د بلخ د خلکو استازیتوب کړی دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي