برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۳ مرداد , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

ګلوب اینډ میل: په افغانو ښځو کې د اعتیاد کچه ۶۰۰ سلنه لوړه شوې ده

د وروستیو نړیوالو معلوماتو له مخې، نږدې یو میلیون افغان مېرمنې مخدره توکي کاروي.


کاناډايي ورځپاڼې ګلوب اینډ میل د نړیوالو بنسټونو په حواله راپور ورکړی چې په تېره یوه لسیزه کې د افغان مېرمنو په اعتیاد کې ۶۰۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی. ویل کیږي چې اوږدې پوځي شخړې ښځې د اضطراب او خپګان په وړاندې زیانمنې کړي، چې د مخدره موادو د استعمال عام محرک دی.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د افغانستان د ۴۰ میلیونو وګړو له ۱۰ سلنې څخه زیات په نشه یی موادو روږدي دي او د روږدو کسانو د شمېر په پرتله د درملنې پروګرامونه خورا لږ دي.

د نړیوالو د تازه معلوماتو له مخې په افغانستان کې شاوخوا یو میلیون ښځې نشه يي توکي کاروي، خو په کندهار کې د طالبانو امنیه قوماندان ګلوب اینډ میل ته ویلي، چې طالبان د ښځینه معتادینو د ستونزې پټولو ته ترجیح ورکوي ځکه دوی په دې باور دي چې هغه ښځې چې نشه يي توکي کاروي د طالبانو په نرپالنې ټولنه کې د ژور شرم سرچینه ده.

د تېر کال په اګست میاشت کې د طالبانو تر واک ته رسېدو مخکې د نشه يي توکو د درملنې ۱۰۲ مرکزونه وو له دې جملې څخه، د مخدره موادو او جرمونو په اړه د ملګرو ملتونو د دفتر په وینا، یوازې پنځه یې د ښځو او ماشومانو لپاره و.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي