برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۳۰ اردیبهشت , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

کورنیو چارو وزارت یوه مجسمه سپارل

آریانانیوز: پرون د موزیم د نړیوالې ورځې په لمانځغونډه کې د کورنیو چارو وزارت مشرتابه یوه بودايي مجسمه چې دوه زره کلنه مخینه لري، د هېواد ملي موزیم ته وسپارله.



دا بودايي مجسمه چې دوه زره کلنه مخینه لري له یوې سکې، یو شمع دان او څو تاریخي مهرونو سره د کورنیو چارو وزارت د پالیسۍ او ستراتېژۍ د مرستیالې حسنا جلیل له خوا د یوې غونډې په ترڅ کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ په وزارت کې جوړه شوې وه او په یاده غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت فرهنګي مرستیال، د یونسکو ځانګړي استازي او د یو شمېر نورو کورنیو او نړیوالو بنسټونو استازو ګډون درلود، وسپارله.
یاده مجسمه تېر کال ۱۳۹۷ کال کې د کورنیو چارو وزارت د درنو جرمونو سره د مبارزې د پولیسو له خوا په کابل ښار کې له یوه قاچاقبر څخه کشف او ضبط شوه.

شریک یي کړئ!