برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۴ تیر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

که غوښتنې مو و نه منل شي

آریانانیوز: د ولسي جرګې د تېرو ټاکنو هغه معترضې نوماندانې چې د جرګې ټاکنو د وروستیو پایلو په غبرګون کې یې اعتراض کړی وايي، که حکومت او ستره محکمه یې قانوني غوښتنو ته جدي پام و نه کړي، خپلې پېژندپاڼې به وسوځوي.



معترضې نوماندانې چې اوس یې د سترې محکمې مخې ته پرلت کړی وايي، د ولسي جرګې ډېر شمېر اوسنیو غړيو د شخصي اړیکو له لارې جرګې ته لار پیدا کړې ده.
یوه معترضه نومانده نجیبه فایض وايي، له حکومت وروسته یې اوس سترې محکمې ته خپل عرض وړاندې کړی او که دوی یې هم غوښتنو ته پام و نه کړ؛ نو خپلې پېژندپاڼې به وسوځوي او حکومت دې هم بیا دوی له هېواده وباسي.
یوه بله معترضه نومانده فرزانه فرهمند وايي، که ستره محکمه یې غوښتنو ته جدي پام ونه کړي، خپلې مبارزې ته به دوام ورکړي او د پېژندپاڼو له سوځولو وروسته به خپل ځان ته هم اور واچوي.
د ولسي جرګې ټاکنې تېر کال د تلې میاشتې په ۲۸مه او ۲۹مه وشوې، خو د یادو ټاکنو د وروستیو پایلو تر اعلان وروسته د معرضو نوماندانو اعتراضونه لا هم دوام لري.

شریک یي کړئ!