برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۷ فروردین , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

که د ټاکنو پایلې لغوه اعلان نشي

آریانانیوز: د ډاکټرعبدالله د ټیم یو تن ویاند وایي، تر څو چې د ټاکنو پایلې لغوه اعلان شوې نه وي، د جوړجاړي هڅې کومې پایلې ته نه رسېږي
فریدون خوځون دغه څرګندونې له طلوع نیوز سره په خبرو کې کړې، نوموړي ویلي « اول باید د ټاکنو پایله لغوه شي، بیا د هغو طرحو په تړاو خبرې کېدای شي، چې زموږ او مقابل لوري له خوا وړاندې کېږي
نوموړي زیاته کړې «تر هغو چې د ټاکنو پایله لغوه شوې نه وي، هيڅ ډول بحث پایله ورکولای نشي
د عبدالله عبدالله د ټیم له لوري دغه څرګندونې وروسته له هغه کېږي، چې تېره ورځ اشرف غني عبدالله ته د سولې شورا ریاست او د ولسمشر لومړي مرستیال ته ورته پروټوکول وړاندیز کړ
غني دا هم وویل، چې تیار دی د عبدالله عبدالله پلویانو ته په کابینه کې ځای ورکړي او دا ضمانت ورکړي، چې ګمارل شوي وزیران به له دلیل پرته نه لرې کېږي
د اشرف غني دا وړاندیز هم مهاله د عبدالله د ټیم له لوري رد شو او یاده شوه، چې غني لا په هغه مؤقف کې نه دی، چې دا ډول وړاندیزونه وکړي
د عبدالله عبدالله ټیم ددې تر څنګ تور ولګاوه، چې د بحران د حل په موخه له رامنځته شویو فرصتونو اشرف غني ناوړه ګټه اخلي
د عبدالله عبدالله او غني بحران چې له راټوکېدلو یې میاشتې تېرېږي، دحل په موخه یې د کرزي او عبد رب رسول سیاف په محوریت هڅو لا هم کومه څرګنده پایله نه ده ورکړې.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي