آریانانیوز: د افغانستان پخواني ولسمشر د افغانستان په تېر حکومت کې د فساد د موجودیت د منلو پر مهال وویل چې امریکا هم په دې فساد کې ښکېله وه.
د هېواد پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي چې په افغانستان کې د فساد لویه برخه د امریکایانو له خوا ترسره کېده.
کرزي وویل: زه په افغانستان کې د خدماتو په وړاندې کولو کې د فساد او رشوت اخیستلو بشپړ مسوولیت په غاړه اخلم، خو لوی قراردادونه او د سلګونو میلیونو ډالرو لوی فساد په ښکاره له امریکا سره تړاو درلود.
کرزي همدا راز زیاته کړه چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته هم په افغانستان کې د هغه پاتې کیدل سمه پریکړه وه.