برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

کابل او د طالبانو پيغام!

طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د کابل د خلکو څخه غوښتي چې د نظامي اهدافو څخه لیري وګرځي تر څو ددوی په بریدونو کې د ملکي تلفاتو کچه صفر ته را ټیټ شي.


د طالبانو د نظامي کمیسون په نامه نشر شوی خبرپاڼه کې ویل شوي چې طالبان د نړۍ په سطحه هغه څوک دي چې په نظامي عملیاتو کې د ولس د سر او مال ساتني لپاره فوق العاده احتیاط کوي او ددوی احتیاط ددې لامل شوی چې ددوی په بریدونو کې د ملکي تلفاتو کچه را ټیټه شي.
په خبرپاڼه کې یوازي د کابل ښار هغه سیمه بلل شوې چیري چې اوس هم د طالبانو په بریدونو کې ملکي تلفات را منځته کیږي، ځکه چې په وینا یې په کابل ښار کې د بهرنیو مهم مرکزونه، استخباراتي او پوځي ادارې، ملي امنیت، سپیشل فورس او نورې ادارې په داسي سیمو کې شتون لري چیري چې کولای شي د عام ولس څخه د سپر په توګه کار واخلي، چې له امله یې د طالبانو په بریدونو کې ولسي وګړو ته هم تلفات رسیږي.
خبرپاڼه زیاتوي: «نو د دې لپاره چې د اولسي تلفاتو کچه صفر ته راټیټه شي او زموږ بریدونه یوازې دښمن ته تلفات واړوي د کابل له ښاریانو مو غوښتنه دا ده چې د دښمن له پوځي، استخباراتي او نورو حساسو ادارو څخه ځان لرې وساتي.».
د طالبانو نظامي کمیسون زیاتوي: «مجاهدین پلان لري چې دالخندق عملیاتو په لړ کې د دښمن په دغو مراکزو بریدونه ترسره کړي او موږ نه غواړو چې زموږ په بریدونو کې دې حتی یوه تن بیګناه انسان ته هم زیان ورسیږي، هیله ده چې زموږ عام هیوادوال به په دې برخه کې له موږ سره همکاري وکړي او د دښمن د حساسو ادارو په شاوخوا کې د ګشت وګام، تګ راتګ او پاتې کیدلو څخه به ځان وساتي».
باید وویل شي چې طالبانو په دې وروستیو کې دولتي ځواکونو ته عمومي عفوه هم اعلان کړې وه چې له مخي يې د جګړې په ډګر کې هر عسکر کولای شي چې ځان تسلیم کړي او خپل ژوند خوندي کړي.

شریک یي کړئ!