برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۴ تیر , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

کابلوف: امریکا له طالبانو د غچ اخیستو په لټه کې ده

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د اسیا د دوهمې څانګې مشر ویلي، امریکا له بېلابېلو لارو د غچ اخیستلو هڅه کوي.


د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د اسیا د دوهمې څانګې مشر ضمیر کابلوف وویل: د امريکا متحده ايالات تر اوسه له افغانستان څخه خپله ناکامي او تېښته نه ده هېره کړې او اوس هڅه کوي چې په بېلابېلو لارو د دغه شرم غچ واخلي.

د افغانستان لپاره د پوتین ځانګړي استازي وویل: د ځینو تروریستي سازمانونو څخه د واشنګټن ملاتړ او طالبانو ته زیان رسولو هڅې چې د امریکا له وتلو وروسته په افغانستان کې واک ته ورسید، د انتقام لپاره د امریکا د اقداماتو څخه دي.

کابلوف مخکې اعلان کړی و چې داعش ترهګره ډله د افغانستان په شمال کې د امریکايي او بریتانوي ځواکونو له خوا رامنځته شوې ده.

هغه وویل چې داعش په داسې وخت کې په افغانستان کې راڅرګند شو چې هلته په لوی شمیر کې امریکايي او نور ناټو ځواکونه ځای پر ځای شوي وو.

شریک یي کړئ!