برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲۶ تیر , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

ډېر ژر به د نوماند وزیرانو لیسټ ارګ ته سپارل

آریانانیوز: دیوراپوله مخی د مصالحې شورا ویاند فریدون خوځون رسنیو ته دا خبره کړې ده. هغه ویلي، د نویو وزیرانو د معرفي کېدو په تړاو د سپدارماڼۍ د غړو مشورې پای ته رسېدلې، یو لېست برابر شوی او ډېر ژر به ارګ ته ولېږل شي.
د ارګ او سپدارماڼۍ تر منځ د سیاسي هوکړې کابو دوې میاشتې تېرېږي، خو لاهم د حکومت کابینه نیمګړې ده.
بلخوا، په پام کې ده چې ملي شورا په راتلونکې اونۍ کې د ۴۵ ورځو لپاره رخصت شي.
اندېښنې دا دي، که ملي شورا رخصت او نوماند وزیران معرفي نه شي، تر یوې نیمې میاشتې به یو ځل بیا سرپرست وزیران د حکومت چارې سمبالوي.
د افغانستان ولسي جرګې په ځلونه له حکومته غوښتنه کړې چې وزیران د باور رایې اخیستو لپاره ور وپېژني، خو حکومت لاهم د وزیرانو پر ټاکلو او دې جرګې ته د هغوی په ور معرفي کېدو نه دی توانېدلی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي