برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱ بهمن , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په 2019 کال کی د پولیو واکسین لومړی فرعی کمپاین په لاره اچول

آریانانیوز: د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د یونیسف ادارې او د روغتیا نړیوال سازمان په همکارۍ د ۲۰۱۹ کال د پولیو واکسین لومړی فرعی کمپاین په لاره اچوي. دغه کمپاین په دوو پړاونو کې په هغو سیمو او ولسوالی کې چې د پولیو د سرایت د لوړ خطر سره مخ دي په لاره اچول کیږي. د جنوري له ۲۱ ڼه ۲۵ نیټې پوره د لودیز، مرکزي او سویل ختیځه حوزو په ځینو ولسوالیو کې او د جنوري ۲۸ نه د اپریل تر لومړي نیټې پورې د سویل او ختیځه حوزو په ګڼ شمیر ولسوالیو کې دغه کمپاین پلي کیږي.
په دې کمپاین کې، په ټولیزه توګه د هیواد د ۱۷ ولایتونو پورې اړوند ۱۷۹ لسوالی تر پوښښ لاندې راځي او موخه یې داده چې ۵،۴ میلیونه د پنځو کالو کم عمره ماشومان د پولیو په وړاندې واکسین کړي.
د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د عامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروز الدین فیروز، د کورنیو لپاره ددې کمپاینونو په لاره اچول یو ښه فرصت وباله او دهغوی څخه یې غوښتنه وکړه چې د کمپاینونو په مهال د خپل کورونو دروازې د واکسیناتورانو پر مخ پرانیزي او خپل ماشومان ددې ناروغۍ په وړاندې واکسین کړي.
دعامې روغتیا وزیر زیاته کړه: ګرانو هیوادوالو! تاسو د پولیو د له منځه وړلو په برخه کې خورا زیات مهم رول لوبولی شي. مونږ ټول دې ته اړ یو چې د پولیو د له منځه وړلو په خاطر په ګډه سره کار وکړو. زمونږ معصوم ماشومان مونږ پورې متکي دي چې ددې ناروغۍ په وړاندې وقایه یې کړو او اجارزه ور نه کړو چې خپل ګولالی ماشومان مو د غلفت په نتیجه کې په دې دایمي فلج کوونکي ناروغۍ اخته شي.
د پنځو کالو کم عمره ټول ماشومان د نوي زیږیدلي، ناروغ، ویده او میلمه ماشومانو په ګډون ددې کمپاین په بهیر کې باید واکسین شي. که بیا هم کوم ماشوم د واکسین کیدو څخه پاتې کیږي، د واکسین کولو په خاطر باید ژر تر ژره نیږدې روغتیا مرکز ته چې پکې په وړیا توګه ماشومانو ته واکسین تطبیقیږي، یوړل شي. نوي زیږیدلي او ناروغ ماشومان، دې واکسین ته لازیاته اړتیا لري، ځکه د هغوی د بدن مقاومت کمزوری دی او که چیرې واکسین نه شي، ډیر ژر په دې ناروغۍ اخته کیږي. د ماشومانو واکسین کول د کمپاین په هر پړاو کې ډیر زیات اړین دی، ځکه د ماشومانو د بدن معافیت او مقاومت ددې ناروغۍ په وړاندې د کمپاین په هر پړاو کې د واکسین کولو په مټ لوړيږي.
د ماشومانو واکسین کول د هرې مسلمانې کورنۍ مسئولیت او مکلفیت دی. د اسلام سپیځلي دین وتلي عالمان او د دیني معتبره مراجع د افغانستان او د ټوله اسلامي نړۍ په کچه د پولیو په وړاندې د واکسین کولو د اهمیت په باب فتواګانې صادرې کړي دي. که چیرې کورنۍ خپل ماشومان ددې ناروغۍ په وړاندې د غفلت او ناروا شایعاتو په نتیجه کې واکسین نه کړي، په حقیقت کې د خپلو معصومو ماشومانو په حق کې د سترې جفا او ګناه مرتکب کیږي.
پولیو یوه دایمي فلج کوونکي او آن وژونکي ناروغۍ ده. دغه ناروغۍ درملنه نه لري او ددې ناروغۍ په وړاندې د ماشومانو د خوندي کولو او وقایه کولو یوازنې خوندي او اغیزمنه لار، واکسین دی. ټول مشومان د کمپاین په هر پړاو کې ددې ناروغۍ په وړاندې باید واکسین شي. د پولیو ضد واکسین کمپاینونو په لاره اچول د کور په کور په توګه یوازنۍ لاره ده چې مونږ د پولیو د له منځه وړلو هدف ته رسوي. ځکه په دې توګه مونږ کولای شو چې هر ماشوم ته لاسرسی وموندو. دغه کړنلاره په هغو هیوادونو کې چې پولیو یې ختمه کړې ده، تطبیق او پلي شوی دی.
افغانستان، پاکستان او نایجریا هغه درې هیوادونه دي چې په نړۍ کې تر اوسه هم د پولیو اندیمیک په توګه پاتې دي.
د عامې روغتیا وزارت له کورنیو څخه غواړي چې هیڅ کوم ماشوم باید د واکسین څخه بې برخې پاتې نشي، ځکه ددې دایمي فلج کوونکي ناروغۍ څخه د ماشومانو د ژغورنۍ او وقایې یوازنۍ لار ، واکسین دی.

شریک یي کړئ!