برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۴ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په یوه کی میاشت کې 520 ملکي وګړي وژل اوژوبل شوی دي

د «سې اې پې جي» په نوم د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډلې ويلي، په تېره میلادي میاشت کې په ۲۳ ولایتونو کې ۱۸۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۳۳۷ نور ټپيان دي.



د دې ډلې د راپور له مخې دغه شمېر مرګ ژوبله په شاوخوا ۶۰ پېښو کې رامنځته شوې، چې ډېره شمېره يې په ننګرهار ولایت کې پېښه شوې ده.
د راپور له مخې په وژل شویو او ټپیانو ملکي وګړو کې مېرمنې او ماشومان هم شامل دي.
د ملکي مرګ ژوبلې پر وخت د جګړې دواړه لوري د پړې ډېره ګوته یو بل ته نیسي، خو په دې وروستیو کې د هوايي بریدونو له امله د ملکي مرګ ژوبلې ګراف لوړ شوی دی.
پر دې سربېره مخامخ جګړو، بمي چاودنو او د اربکیانو له لوري قصدي وژنو کې هم ملکي مرګ ـ ژوبله د پام وړ ده.
یادې ډلې د دې شمېرې مرګ ژوبلې د مسؤلیت ګوته یو اړخ ته نه ده نیولې، خو ویلي يې دي، د وړمې میاشتې په پرتله په ملکي وژنو کې کمښت خو په ټپي کېدو کې زیاتوالی راغلی دی.
تر دې وړاندې یوناما هم پخپل راپور کې د روان میلادي کال د لومړیو دریو میاشتو په راپور کې ویلي و، چې ۷۶۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۴۹۵ نور ټپيان دي.

شریک یي کړئ!