آریانانیوز: د بښنې نړیوال سازمان ویلي، هغه څه چې د ګوانتانامو په زندان کې تر سره کېږي، له استبداد، بې عدالتۍ او شکنجې پرته بل څه نه دي.
د بخښنې نړیوال سازمان د ګوانتانامو د زندان له جوړیدو شل کاله وروسته د دغه زندان د تړلو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
د بشري حقونو د سازمان د ویاند په وینا، هغه څه چې په دې توقیف ځای کې شوي، له استبداد، بې عدالتۍ او شکنجې پرته بل څه نه وو.
ګوانتانامو زندان د امریکا د پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش په امر د سپټمبر د یوولسمې له بریدونو وروسته په ځانګړې توګه د هغو اسلامپالو لپاره چې د تروریستي فعالیتونو شک پرې کېږي، جوړ شو.